د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازي او د یوناما مشرې ډیبرا لاینز په قطر کې ده او د طالبانو او د افغانستان د دولت له استازیو سره به په کتنو کې به د سولې د پروسې، د تاوتریخوالي د کمېدو او ملکیانو ته د زیان د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړې.
یوناما په یوه ټویټ کې ویلي چې مېرمن لاینز به په دغو کتنو کې په میلیونونو زیانمنونکو افغانانانو ته د مرستو رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د پرسونل د خوندیتوب په اړه د ګډې ژمنې پر موضوع هم خبرې وکړي.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل چې د دې دفتر سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي او ورسره پلاوي یې د یوناما له مشرې ډیبرا لاینز او د امنیت او خوندیتوب په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازي ګیلیس میشود سره وکتل: "په کتنه کې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي یو ځل بیا د افغان سولې په اړه خپل هوډ څرګند کړ او همدارنګه یې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو د کار کوونکو او په ټوله کې د ډیپلوماتانو د امنیت او مصونیت په اړه له خپل اړخه ډاډ ورکړ."
محمد نعیم دغه راز وویل چې په دې غونډه کې د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو پر رول او هم له سولې وروسته په بشري برخه کې د ملګرو ملتونو د مرستو پر موضوعاتو بحث وشو.
د یوناما مشره له طالبانو سره د نورو مسولو ترڅنګ د سولې په اړه داسې مهال خبرې کوي چې تر اوسه په استانبول کې د افغان سولې په اړه د هغه کنفرانس چې مشري به یې ملګري ملتونه کوي څرک نه لګېږي.