د 'جي۷' مالیې وزیرانو ژمنه وکړه چې پر شرکتونو به ۱۵ سلنه مالیه لګوي

د نړۍ د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو د مالیې وزیران

د نړۍ د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو د مالیې وزیرانو ژمنه وکړه چې پر شرکتونوبه لږ تر لږه په سلو کې ۱۵ مالیه ولګوي.

دغه ژمنه پرون شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) په لندن کې د دغو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې اعلان شوه.

د جرمني د مالیې وزیر اولف شولتز د غونډې په پای کې وویل: "په ټوله نړۍ کې د سترو شرکتونو لپاره به ګرانه وي چې له مالیو تېښته وکړي. دا زموږ د هېوادونود وګړو لپاره یوه ښه پیغام دی. په تېره بیا د ټکنالوژۍ ستر شرکتونه باید د لګښتونو په تامین کې عادلانه ونډه واخلي چې دا هم یو ښه بری دی."

دغه اقدام د دې لپاره شوی چې د ګوګل، فیسبوک او امازون په څېر د ټکنالوژۍ لوی شرکتونه دې ته وهڅوي له دولتونو سره چې د کرونا وبا له امله اغېزمن شوي، د بودجو په تامین کې خپله مالي ونډه زیاته کړي.

د نړۍ اووه ستر صنعتي هېوادونه، بریتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا هیله مند دي چې د دغې طرحې په اړه به د جي ۲۰ هېوادونو د ډلې د راتلونکې میاشتې په سرمشریزه کې یوه نهایي موافقه ترلاسه شي.