د بورکینافاسو په شمال کې د وسله والو سخت دریځو له لوري پر یوه کلي په برید کې د وژل شوېو کسانو شمېر ۱۳۲ تنو ته لوړ شو.
د دغه هېواد چارواکو پرون شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه بیان کې حمله کوونکي تروریستان بللي دي.
دا خونړۍ پېښه د تېرې شنبې په شپه د نایجیر پولې ته نژدې په شمالي ښار سولهان کې شوې ده.
دا په دې هېواد کې چې له پنځو کلونو راهیسې له القاعده او د اسلامي دولت ډلې سره د تړلو وسله والو فعالیت په کې زیات شوی، تر ټولو خونړۍ پېښه ده.
د بورکینافاسو حکومت پرون شنبه په یوه بیان کې وویل چې وسله والو د خلکو کورونو او بازارونو ته هم اور ورته کړی او سیمه ییزو چارواکو دغه راز ویلي چې ښایي د وژل شوېو کسانو شمېر زیات شي.
له القاعده او داعش ډلو سره د تړلو وسله والو د حملو په نتیجه کې په ساحل سیمه په تېره بیا د بورکینا فاسو، مالي او نایجیر د هېوادونو په خاوره کې په زرګونو کسان وژل شوي او شااوخوا درې میلیونه وګړي هم له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.
د فرانسې په مشرۍ د سیمې د پنځو هېوادونو په ګډون د ترورېزم ضد ایتلاف تر اوسه نه دی توانیدلی چې په دې سیمه کې د جهادي ډلو د فعالیت د پراخېدو مخه ونیسي.