بغلان او ارزګان کې نښتو ۱۱ تنه وژلي دي

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د بغلان چارواکي وايي، په جلګه ولسوالۍ کې د شپې له نیمايي په پیل شوې جګړه کې چې تر سهاره روانه وه، لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي.

یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ويلي، په وژل شوېو کې د جلګې ولسوالۍ امنیه قوماندان ګلبدین او د بُرکې ولسوالۍ امنیه قوماندان لطف الحق هم شامل دي.

دغه چارواکي ویلي، د بُرکې امنیه قوماندان جلګې ته له خپلو همکارانو سره د مرستې لپاره ورغلی و. د حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.

بل خوا د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) رسنیو ته ویلي، په ګېزاب ولسوالۍ کې له تېرو درېیو ورځو روانه جګړه کې دواړو لوریو ته مرګ ­ژوبله اوښتې: "دوه پولیس او یو د ملي اردو سرتېری شهیدان شوي پنځه سرتېري ټپیان شوي دي. د دښمن هم له ۲۰ تر ۲۵ پورې کسان وژل شوي او له ۱۵ تر ۲۰ پورې کسان یې ټپیان دي."

امنیتي چارواکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۰ ولایتونو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې راپور ورکړی دی.