اندړ: طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیله ۱۴۵۵ بریدونه کړي

ارشیف، د پکتیا وسله وال طالبان

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وايي، وسله والو طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروسې له پیله ۱۴۵۵ بریدونه کړي دي.

رحمت الله اندړ نن شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) په ټویټر کې لیکلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ۶۳ وسله والو جګړو او چاودنو مخنیوی کړی دی.

ښاغلي اندړ ادعا کړې چې طالبانو یوازې تېره اوونۍ په ۲۷ ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ ملکیان وژلي او ۱۲۶ نور ټپیان کړي دي.

رحمت الله اندړ زیاتوي، طالبانو له واشنګټن سره له موافقې وروسته د بین الافغاني مذاکرو پر پرمختګ د تمرکز پرځای جګړې ته کار ویلی دی.

بل خوا د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې له پرون راهیسې په میدان وردګ، جوزجان، نورستان، بغلان، دایکنډي، زابل او نورو ولایتونو کې د ځینو پوستو د نیولو او د ګڼو افغان پوځیانو د وژلو ادعا کړې ده.

په افغانستان کې د سولې له هڅو سره- سره د جګړې ښکېل لوري یوه او بل ته د جګړې په ډګرونو کې د درنې مرګ­ژوبلې اړولو ادعا کوي.