چارواکي: په هرات کې د اوبو لګولو ۸ کانالونه جوړیږي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې له لارې په هرات کې د اوبو لګولو اته کانالونه جوړوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د غبرګولي په ۱۵مه) ازادي راډيو ته وویل، په دغو پروژو کې د هزاره‌ګي اسیا کانال، جوی کج، شادي بره علیا، شادي بره سفلی، نیسان، صالح‌آباد ،غنجان او پوشان کانالونه شامل دي چې د انجیل او غوریان په ولسواليو کې جوړېږي.

د نوموړي په خبره ياد کانالونه چې ټوليز لګښت يې څه باندې ۱۲۱ميليونه افغانيو ته رسېږي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې له لارې جوړېږي.

د دغو کانالونو ټوليز اوږدوالی به ۴۴زره او ۲۳۴ مترو ته ورسېږي او په جوړېدو سره به يې په مستقيم او غير مستقيم ډول ۲۴زره او ۷۳۴ کسان ترې برخمن کېږي.

د دغو کانالونو په جوړېدو سره به درې زره او ۵۶۹ هکټاره کرنيزې ځمکې خړوبې شي.