د برېښنا شرکت د میټرونو د وېش لړۍ بیا پیلوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، سبا یکشنبه(د غبرګولي ۱۶مه) به د میټرونو د وېش لړۍ له شااوخوا یو نیم کال ځنډ وروسته بېرته پيل شي.

د دغه شرکت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د میټرونو وېش دا لړۍ له څه مودې راهیسې د ځینو ستونزو له امله درول شوې وه.

اعلامیه زیاتوي، په ټول افغانستان کې د میټرونو د وېش یو واحد او منظم سیسټم رامنځته شوی چې ټول ټال د ۲.۵ میلیونه میټرونو د وېش ظرفیت لري.

اوس مهال د افغانستان برېښنا شرکت په ټول هېواد کې شااوخوا ۱.۷ میلیونه پېرودونکي یا مشترکین لري چې له دې شمېر نږدې ۷۰۰ زره پیرودونکي په کابل کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند سنګر نیازي ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو څو میاشتو کې له بهره را وارېدونکي برېښنا ۱۶ ستنې په بمونو الوزول شوې چې ورسره کله ناکله د برېښنا جریان هم پرې شوی.