ننګرهار چارواکي: دوه تنه د داعش سره د اړیکو په تور نیول شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، د داعش افراطي ډلې د ارتباط په شک دوه کسان نیول شوي دي.

دغه دفتر نن شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، یو تن د داعش ډلې د لویو حملو او بل تن د دې ډلې د مالي چارو د تنظیم په تور نیول شوی دی.

داعش تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په بله اعلامیه کې ویلي چې تېره شپه د ملي اردو ځواکونو د خوګیاڼو ولسوالۍ په قیلغو سیمه کې د وسله والو طالبانو یوه ډرون کامره ویشتلې او ویجاړه کړې ده.

د اعلامیې له مخې په سیمه کې د دې ډرون په مرسته پر دفاعي او امنیتي ځواکونو د هاوان مرمۍ غورځول کېدې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.