د بلاروس جلاوطنه وګړي د بلاروس او پولنډ پر پوله اعتراضونه کوي

د بلاروس او پولنډ ترمنځ پوله، ټاکل شوې دلته اعتراضونه وشي.

د بلاروس جلاوطنه وګړي په پام کې لري چې نن شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) د بلاروس او پولنډ پر پوله اعتراضونه وکړي.

دوی به له اروپايي ټولنې د الکساندر لوکاشینکو د رژیم پر خلاف د نورو بندیزونو غوښتنه وکړي.

دوی به په عین حال کې د بلاروس له چارواکو وغواړي چې د خپلو اتباعو لپاره ځمکني سرحدونه پرانیزي.

د اعتراضونو یوه تنظیموونکي پاول لاتوشکا وویل، دوی د چټک اقدام غوښتنه کوي، خو بېره لري چې اروپايي ټولنه به د لوکاشینکو د رژیم د مجازاتو لپاره واقعي اقدام ونه کړي.

پر پوله دا اعتراضونه داسې مهال کېږي چې د بلاروس له خوا د راین اییر هوايي شرکت د یوې الوتکې د جبري کښېنولو او د اپوزیسون د یوه خبریال، رامان پراتاسیویوچ د نیولو په عکس العمل کې اروپايي ټولنې له تېرې شپې د بلاروس هوايي شرکتونه د اروپايي ټولنې پر هوايي ډګرونو او قلمرو له الوتنو منع کړل.