د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي چې د ده حکومت په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق د څو لسیزو پالیسي او په افغانستان کې د 'دوست' حکومت د لرلو تګلاره بدله کړې ده.
په کابل کې د پاکستان سفارت په راستولي خبرپاڼه کې د ښاغلي عمران خان په قول ویلي: "د افغانستان هر حکومت چې د خلکو له لوري غوره شوی وي او له پاکستان سره معامله کولی شي، پاکستان باید په افغانستان کې د انحصار هڅه ونه کړي."
عمران خان ویلي: "د پاکستان پخوانۍ پالیسي دا وه، کله چې وېره وه چې که په افغانستان کې د هند نفوذ زیات شي، بیا پاکستان په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق غوښتنه کوله ځکه چې پاکستان نه غوښتل د دښمن افغانستان او هند ترمنځ چخڼي شي، نو دا د پخوانیو حکومتونو پالیسي وه. زما حکومت احساس کوي چې دا زړه پالیسي ده او نور نه چلېږي. موږ په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړو."
د پاکستان د سفارت په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي: "پر پاکستان له اوږدې مودې راهیسې توردی چې طالبانو او د هغو مشرانو ته یې پناه ورکړې، په ۱۹۹۶ کې یې واک ته د هغو له رسولو سره مرسته وکړه او حتي د امریکا په مشرۍ د بهرنیو پوځیانو پرضد په جګړه کې یې له هغو سره مرسته وکړه."
د پاکستان د سفارت خبرپاڼه زیاتوي، صدراعظم عمران خان وویل چې د افغانستان سوله د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ډېر تړاو لري چې د روغې جوړې لار هواره کړي او د نورو وینو بهیونو مخه ونیسي.
په دې اړه نور: عمران خان: د افغانستان په اړه د اسلام اباد ستراتیژي بدله شوېزلمي خلیلزاد په ځلونو پر طالبانو غږ کړی چې جګړه ودروي او د افغانستان له حکومت سره د سولې په اړه خبرې وکړي، خو تراوسه پورې د ده هلو ځلو نتیجه نه ده ورکړې.
عمران خان اوس ستونزه دا ده چې امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی او له دې سره طالبان داسې احساس کوي چې دوی جګړه ګټلې ده، نو چې دوی احساس کوي چې جګړه یې ګټلې، ګرانه ده چې د خبرو مېز ته حاضر شي او سیاسي روغه جوړه ومني.