عمران خان: د افغانستان په اړه د اسلام اباد ستراتیژي بدله شوې

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي چې د افغانستان په اړه د اسلام اباد ستراتیژي بدله شوې ده.

عمران خان له رویټرز اژانس سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان پخوانیو حکومتونو د افغانستان مسالې ته په بل نظر کتل: "د پاکستان پخوانی سیاست دا و چې دوی په افغانستان کې د هند له زیات نفوذه ویرېدل، نو د پاکستان ستراتیژیک عمق افغانستان و چې د دښمن افغانستان او هند ترمنځ ساندویچ نه شي. دا د پخوانیو حکومتونو تګلاره وه. زما حکومت داسې احساسوي چې دا له وخته تېره شوې پالیسي ده، موږ په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړو."

د افغانستان حکومت وايي چې په وروستیو کې د پاکستاني چارواکو خبرې داسې دي چې په افغانستان کې سوله غواړي، خو لا هم اسلام اباد عملي ګامونه نه دي اخیستي.