نیوزویک: چین او پاکستان د هغه دښمن پر خلاف لاس یو کوي چې امریکا یې موجودیت ردوي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • نیوزویک مجلې

نیوزویک مجلې تر دې سرلیک لاندې چې "چین او پاکستان د هغه دښمن پر خلاف لاس یو کوي چې امریکا یې موجودیت ردوي".

په دې لیکنه کې وړاندې لولو، چین او پاکستان په افغانستان کې په داسې حال کې د خپل ستراتېژیک مشارکت د پراختیا په لټه کې دي چې امریکا خپل پوځیان له دوو لسیزو وروسته باسي.

نیوزویک د چین په کوربه‌توب د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې ورځې درې اړخیزې غونډې ته په اشارې لیکلي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا درې اړخیزه غونډه د درې خواوو په منځ کې د اعتماد او همکارۍ د زیاتولو لپاره یو مهم پلټفارم یا میدان بللی دی.

د مجلې پر اساس، د چین په کوربه‌توب د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سږنۍ غونډه وروسته له دې چې د اپرېل په ۱۴مه د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، لومړنۍ غونډه ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، د افغانستان د سولې او پخلاینې په اوسني حساس پړاو کې د امریکا او ناټو د ځواکونو یو اړخیز وتلو د افغانستان کورنی وضعیت او د سیمې د امنیت لرلید له بې‌یقینۍ سره مخامخ کړی دی.

ده همداراز ویلي، د افغانستان د ګاونډیو، دوستانو او شریکانو په توګه چې نه‌یوازې په غرونو او سیندونو کې سره شراکت لري، بلکې په غم او خپګان هم سره شریک دي، افغانستان، چین او پاکستان په سیمه کې د سولې او ثبات تمه لري.

  • دي انټلېجنسر

دي انټلیجنسر خپرونې هم په همدې موضوع لیکنه خپره کړې او لیکلي یې دي، په داسې حال کې چې امریکا له افغانستانه وځي، چین له افغانستان سره پر نږدې اړیکو ټینګار کوي.

د دې خپرونې په باور له افغانستان سره د نږدې اقتصادي او امنیتي همکاریو د ټینګولو له لارې چین هڅه کوي چې په دې سیمه کې د امریکا له حضوره وروسته خپل نفوذ پراخ کړي.

دې خپرونې د خپلې لیکنې په یوه بله برخه کې بیا لیکلي چې چین له ډېره وخته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په وړاندې حساسیت درلود، خو په عین حال کې یې له دې درکه اندېښنه لرله چې دا هېواد به د هغو ترهګرو په شمول چې چین‌یې ځان ته ګواښوونکي ګڼي، د بېلابېلو ترورېستي دلو د فعالیت پر مرکز بدل شي.

  • سترېټس ټایمز

دې ته ورته اندېښنه د سنګاپور سترېټس ټایمز ورځپاڼې هم مطرح کړې ده.

دې ورځپاڼې د سیاسي چارو د کتونکو په قول لیکلي چې افغانستان کېدای شي بیا د ترورېستانو پر خوندي ځالې بدل شي او دا جنوبي او ختیځې اسیا ته خطرناکه ده.

دا ورځپاڼه وايي چې د چارو کتونکو دا اندېښنه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د دې سیمې د راتلونکي وضعیت په اړه په یوه تازه راپور کې څرګنده کړې ده.