د صربیا د چاچاک ښار د مهماتو یوه فابریکه کې څو  چاودنې وشوې

ارشیف، د صربیا چاچاک ښار یوه څنډه

نن سهار د صربیا د چاچاک ښار د مهماتو په یوه فابریکه کې څو چاودنې وشوې.

په پېښه کې لا د چا د مرګ‌­ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

چاودنو، د فابریکې په شااوخوا کې د څو کورونو ښیښې ماتې کړې دي.

د چاچاک ښاروال میلون تودروویچ رسنیو ته وویل، له فابریکې نږدې ۶۰ کارګران ایستل شوي دي.

د پېښې علت لا روښانه نه‌دی.