ناپېژانده وسله‌والو اسلام‌اباد کې دوه پولیس په ډزو ووژل

ارشیف، د پاکستان پولیس

ناپېژانده وسله‌والو د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې دوه پولیس په ډزو ووژل.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد نن جمعه وویل، پولیس په ګزمه وتلي وو چې پرون ناوخته ورباندې حمله وشوه.

د پاکستاني طالبانو ډلې د دې حملې مسؤلیت ومانه.

د پولیسو یوه چارواکي ویلي، د قاتلانو په موندلو پسې پلټنې پیل شوې دي.