په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان استازې ویلي چې هېواد یې له فساد سره مبارزه کوي، خو په دې کار کې لا زیاتې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.
عادله راز دا خبرې د فساد په اړه د ملګرو ملتونو په ځانګړې عمومي اسامبله کې کړې دي.
هغې زیاته کړې چې فساد او سازمان شوي جرایم سره تړلي دي، نو په دې برخه کې د نړیوالې همکارۍ د لا زیاتېدو اړتیا ده.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیرې همداراز د فساد په وړاندې د افغان حکومت د هوډ یادونه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د فساد د ورکولو او د قانون د حاکمیت لپاره هڅې کېږي.
افغانستان د نړۍ یو له مفسدو هېوادونو بلل کېږي او نړیوالې ټولنې هم د خپلو مرستو یوه لویه برخه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د ژمنو په عملي کولو تړلي دي.
د ملګرو ملتونو په دې عمومي اسامبله کې ټولو په یوه خوله د فساد ضد غږ پورته کړی او ویلي یې دي چې د دې پدیدې دوام ته اجازه نهشي ورکولای.
د عمومي اسامبلې د مشر ولکان بازکِر (VOLKAN BOZKIR) په حواله په یوه بیان کې راغلي چې فساد د ناورین پر مهال اوج ته رسېږي لکه چې د 'کووېډ-۱۹' وبا پر مهال دې پدیدې په نړیوال تمویل، تأسیساتو او سیستمونو خپل سیوری غوړلی دی.