بلاروس په مېنسک کې د امریکا سفارت د ډيپلوماتانو او کارکوونکو شمېر کموي

د بلاروس ملي بیرغ

بلاروس په یوه غچ اخیستونکي اقدام سره په مېنسک کې د امریکا سفارت د ډيپلوماتانو او کارکوونکو شمېر کموي.

بلاروسي چارواکو دغه‌راز امریکایي اتباعو ته د ویزې د سختولو خبره هم کړې ده.

د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت پرون د جون په درېیمه دغه اعلان وکړ.

د دغه وزارت ویاند اناتولي ګلز (Anatoly Glaz) د دغه اعلان پر مهال ډېر جزئیات ورنه‌کړل.

نوموړي دغه‌راز وویل چې دوی د امریکا د نړیوالې پرمختیا ادارې (USAID) د فعالیت جواز هم لغوه کړی دی.

دغه بلاروسي چارواکي ویلي، د دې اقداماتو هدف دا دی چې متحده ایالاتو ته د بې‌ځایه فشارونو او په اړیکو کې د جبر په تړاو ښکاره پیغام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس بیا پرون په واشنګټن کې د بلاروس تر دې اعلان وروسته خبریالانو ته وویل، له بلاروس سره اړیکې د هغه هېواد د کړنو له کبله دې حد ته رسېدلې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس

پرایس زیاته کړه، دوی به هڅه وکړي چې مېنسک کې خپل ډيپلوماتیک فعالیتونه له درېیم هېواده مخته بوځي.

ښاغلی پرایس وايي: "د امریکا سفیره جیولي فیشر به داسې موقعیت کې وي چې د بلاروس د خلکو د ډیموکراتیکو هیلو ملاتړ ته به دوام ورکوي، دا به له بلاروسه بهر د هغه هېواد له ډیموکراسي پلوه مشرانو، د رسنیو له متخصصانو، زده‌کوونکو او د مدني ټولنو له نورو غړو سره زموږ د ملاتړ څرګندولو په خاطر په تماس کې وي."

د بلاروس له‌خوا په مېنسک کې د امریکایي ډیپلوماتانو د کمښت اعلان وروسته تر دې کېږي چې متحده ایالاتو د بلاروس له‌خوا د راین ایر شرکت د یوې الوتکې د جبري ښکته کولو په تړاو د بلاروس په نهو دولتي شرکتونو بندیزونه ولګول.

د مې په ۲۳مه بلاروس د یوه جټ په وسیله دا الوتکه په مېنسک کې ناستې ته مجبوره کړه او د مسافرو له منځه‌یې یو خبریال رامان پراتاسیویچ له خپلې ملګرې سره ونیوه.

پراتاسیویچ ۲۶ کلن دی او د عامه نظم د اخلال له تور سره مخامخ دی، په دې تور دی تر ۱۵ کلونو پورې په بند محکومېدای شي.

د دې الوتکې له ښکته کولو وروسته بېلابېلو هېوادونو او د خبریالانو د دفاع بنسټونو دا کار وغنده.

نیول شوی خبریال رامان پراتاسیویچ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هغه مهال وویل چې د بلاروس د رژیم دا کار عواقب لري چې له کبله‌یې دوی د بلاروس له نهو دولتي شرکتونو سره د سوداګرۍ جوازونه لغوه کړل.

بلېنکن دغه‌راز وویل، د بلاروس د رژیم ځپونکي تاکتیکونه به بې‌ځوابه نه پاته کېږي.

امریکا پر بلاروس د بندیزونو خبره د مې میاشتې په وروستیو کې وکړه او ویې‌ویل، واشنګټن په دې اړه له اروپایي ټولنې او نورو شریکانو سره هم همغږي کړې چې د بلاوس د رژیم پر کلیدي غړو د هدفي بندیزونو یو لېست برابر کړي.

د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت بیا د امریکا له‌خوا پر دوی لګول شوي بندیزونه او فشارونه "ناقانونه او له نړیوال قانون سره په ټکر" کې بللي دي.

د بلاروس له حکومت سره د امریکا او اروپایي هېوادونو اړیکې ځکه خړې پړې شوي چې دغه رژیم په جبر د یوې الوتکې له ښکته کولو سربېره د تېر کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په لاسوهنه تورن دی.

مېنسک کې د راین ایر کېناستو ته اړ ایستل شوې الوتکه

د ۲۰۲۰ کال د اګسټ له ټاکنو وروسته بلاروس کې سیاسي مخالفانو اعتراضونه پيل کړل چې د رژیم له‌خوا سخت وځپل شول.

د دې اعتراضونو پر مهال نږدې ۳۰ زره کسان ونیول شول او ګڼو ته د اوږده وخت بند سزاوې واورول شوې.

د مظاهرو پر مهال یو شمېر ووژل شول او هغه خبریالان هم په‌کې هدف وګرځېدل چې خبري پوښښ‌یې ورکاوه.