د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پاکستاني پولیسو نیولی

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) مشر منظور احمد پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) مشر منظور احمد پښتین نن د جون پر څلورمه پولیسو نیولی دی.

منظور پشتین چې کله نن وختي د جاني‌خېلو پرلت ته روان وو، په کوهاټ کې پولیسو د غورځنګ د نورو غړو سره د څه وخت لپاره درولی او وروسته‌یې نیولی دی.

دا لا نه‌ده معلومه چې منظور پښتین په کوم تور نیول شوی دی.

پر ټولنیزو رسنیو د منظور پښتین د ګرفتارۍ خلاف د هغه د خوشې کېدو د مطالبې هشټګ، چلېږي. په روانه اوونۍ کې د غورځنګ د ځینو نورو غړو د نیول کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

دې نه وړاندې منظور پښتین د تېر کال د جنورۍ پر ۲۷مه د شپې مهال د پېښور په تهکال کې له خپلو شپږو تنو ملګرو سره پوليسو ونیوه.

هغه وخت کې پوليسو پر منظور پښتين د امن خرابولو، کرکې خورولو، له قانون څخه د مخ اړولو، د پاکستان حکومت پر ضد د جوړجاړي او د قانون له ۱۴۴مې مادې د سرغړونې تورونه لګولي وو، خو د ډېره اسماعيل خان يوې محکمې د تېر کال د فبرورۍ پر اتمه نوموړی د غدارۍ له توره برائت ورکړ.