ایران او ۴ نورو هېوادونو ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي خبرداری!

د ملګرو ملتو سرمنشي انتوني ګوتریش

د ملګرو ملتو سرمنشي انتوني ګوتریش پرون چهارشنبه (د غبرګولي په ۱۲مه) وویل، که ایران او څلور نور هېوادونه د دې سازمان په عملیاتي بودجه کې خپله ونډه ادا نه کړي، دا هېوادونه به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د رایې حق له لاسه ورکړي.

سرمنشي د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ رييس ولکان بوزکر ته په یوه لیک کې ویلي، ایران، د منځنۍ افریقا جمهوریت، کومرس، سایوتومې او سومالیا به په دې خاطر چې د ملګرو ملتونو پوروړي دي، په عمومي اسمبلۍ کې د رایې له حقه بې برخي شي.

د ملګرو ملتونو د منشور د ۱۹مې مادې له مخې، که د عمومي اسمبلۍ هر غړی هېواد دوه کاله د غړیتوب حق ورنه کړي، په دې اسمبلۍ کې د رای ورکولو له حقه محرومېږي.