دونالډ ټرامپ خپله ټویټر پاڼه تړلي

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله ټویټرپاڼه بنده کړه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، ټرمپ چې لا هم په ټویټر او فیسبوک کې یې پر اکاونټونو بندیز دی، د چهارشنبې (د غبرګولي په۱۲مه) په ورځ وویل، خپله ټویټرپاڼه چې له تېرې میاشتې راهیسې یې د وېبلاګ په بڼه فعاله کړې وه، یو مخ بندوي.

نیویارک ټایمز ټرمپ ته د نږدې کسانو په قول لیکلي چې پخواني ولسمشر د دې لپاره خپله ټویټرپاڼه بیخي بنده کړې چې لږ کسانو دا پاڼه لیدله.

ټویټر او فیسبوک وروسته له دې چې د ټرمپ پلویانو پر کانګرس یرغل ور وړ، د ټرمپ اکاونټونه وځنډول.