د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په هرات کې پر دولتي تاسیساتو دوه حمله کوونکو د نیولو خبر ورکوي.
د دې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوېو کسانو غوښتل د موټر بم په وسیله په هرات ولایت کې ځینې دولتي تاسیسات په نښه کړي.
په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه وسله والې ډلې په هرات کې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د متحده ایالاتو په قونسلګرۍ، په دې ښار کې په بېلابېلو اختطافونو، چاودنو او ناامنیو کې هم لاس درلود.
د ملي امنیت د عمومي ریاست له لوري، نیول شوي کسان د طالبانو وسله وال بلل شوي دي، خو وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هرات ولایت کې د اختطافونو کچه تر بل هر وخت زیاته شوې ده.