ناسا:د زُهرې سیارې د اتوموسفیر لپاره دوه ماموریتونه لرو 

ارشیف

د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره یا ناسا وايي، د زهرې یا وینوس سیارې د اتوموسفیر او د دې سیارې د سطحې د اجزاوو د څېړنې لپاره دوه ماموریتونه لري.

له دغو ماموریتونو ځینې هر یو ۵۰۰ میلیونه ډالره بودجې ته اړتیا لري او په پام کې ده چې د ۲۰۲۸ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ اجرا شي.

د ناسا رييس بیل نیلسن وايي، دا دوه ماموریتونه به موقع په لاس ورکړي چې له څه باندې دېرش کلونو وروسته یو وار بیا دې سیارې ته پام واړوي.

ناسا وروستی ځل په ۱۹۹۰ میلادي کال د زهرې مدار ته یوه ستوربېړۍ لېږلې وه.