ملګري ملتونه: د طالبانو له لوري افغان حکومت ته ګواښ زیات شوی

ارشیف، د پکتیا وسله وال طالبان

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو له لوري د افغانستان حکومت ته ګواښ زیات شوی او دا ډله لا هم له القاعده شبکې سره نژدې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې راپور کې چې پرون چهارشنبه(د غبرګولي ۱۲مه) خپور شو، ویل شوي، که ضروري اقدامات ونه شي، ممکن دا ډله بیا واک ته ورسېږي.

دا راپور چې د ملګرو ملتونو څارونکې ډلې چمتو کړی، په داسې حال کې خپور شو چې په راتلونکو څو میاشتو کې درست نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي.

د ملګروملتونو دا ډله چې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو د څارلو مسوولیت لري وايي چې طالبان د القاعده له تروریستي ډلې سره نژدې اړیکې لري.

په راپور کې راغلي، دواړو ډلو داسې هېڅ نښه نه ده ښوولې په خپل منځ کې دې یې اړیکې شلولې وي.