ولسمشر غني: د کانونو د کېندنې بهیر دې چټک شي

ارشیف، یو کان

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د کانونو د کېدنې بهیر پر چټکوالی ټینګار کړی دی.

د جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تېره ورځ د ښاغلي غني په مشرۍ د هېواد د کانونو د امنیت په تامین په جوړه شوې غونډه کې په دې اړه بحث وشو.

اعلامیه زیاتوي، محمد اشرف غني ټینګار کړی چې غیر رسمي اقتصاد باید په رسمي اقتصاد بدل شي او د کانونو د کېندنې بهیر دې چټک او د پېرلو لپاره ورته ملي، سیمه ییز او بین المللي بازارونه وموندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په افغانستان کې د ناامنیو له امله په ځینو ولایتونو کې د وسله والو ډلو او همدا شان د ځینو زورواکو له لوري، په خپل سر په غیر فني ډول کانونه کېندل کېږي چې عواید یې د افغانستان ملي بودجې ته نه بلکې شخصي جېبونو او همدا شان مافیايي کړیو ته په لاس ورځي.