هرات کې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانیستل شوه

هرات کې د کرنې او خوړو خوندیتوب پروژه

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي چې په هرات کې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانیستل شوه.

د دغه وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په پرانیست غونډه کې وویل چې د روان کال لپاره یاده پروژه هرات کې ۴۰۰ میلیونه افغانۍ بودجه لري چې د اړتیا په وخت کې به ورنه سالمه استفاده وشي.

ښاغلي غفوري ریاته کړه چې یاده پروژه د ابرېزو، چېکډمونو او د اوبو لګولو کانالونو د بیارغونې او جوړولو، د اصلاح شوېو تخمونو وېش او د نوېو بڼونو او ممیز خونو جوړولو په برخه کې فعالیت کوي.