د امریکا متحدو ایالاتونو پر درې بلغاریانو او پر هغو لسګونو شرکتونو چې ویل کېږي دوی یې خاوندان دي یا هم په فساد کې د پراخ رول له مخې پرې کنټرول لري، اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
د امریکا خزانې وزارت پرون چهارشنبه(د غبرګولي ۱۲مه) اعلان وکړ چې د مګنیتسکي نړیوال قانون له مخې یې د بلغاریا د پارلمان پر پخواني غړي ډیلیان پیوسکي، مشهور سوداګر واسیلي بوژکوف او د ملي امنیت پر پخواني چارواکي ایلکو ژیلیازکوف او په دوی پورې تړلو ۶۴ شرکتونو باندې بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه جلا اقدام کې په فساد کې د لاس لرلو په تور د بلغاریا پر درې پخوانیو چارواکو د سفر بندیز لګولی دی.
بلغاریا چې د ناټو او د اروپایي تولنې غړې ده، له څه باندې درې لسیزو راهیسې چې په دې هېواد کې کمونیستي رژیم ړنګ شوی، له پراخ اداري فساد سره مخامخ ده.
د اروپایي ټولنې دغې بې وزلې غړې د فساد او د رسنیو د ازادي له پلوه تل د دې ټولنې ښکته ځای غوره کړی.