د افغانستان د دولت د سولې پلاوی تمه لري چې له طالبانو سره به په خبرو کې دا ځل پرمختګ وشي.
د دولت د پلاوي غړي نادر نادري ازادي راډیو ته وویل چې هیلمند دی دا ځل په اصلي موضوعاتو چې سیاسي جوړجاړی او اوربند دی، خبرې وشي.
نادري زیاته کړه: "د مقابل لوري غړي پاکستان ته تللي وو او هغه مشورې چې یې له خپلو مسوولینو او د خپلې ډلې له غړیو سره لرلي، هیلمند کړي یوو چې هماغه معناداره خبرې په سرعت او ډېر جدیت مخته یوسو."
په قطر کې له شااوخوا نهو میاشتو راهیسې دا خبرې کله دریدلې، کله روانې شوي، خو په دې موده کې د دولت پلاوي او طالبانو یوازې د سولې د اجنډا پر طرزالعمل موافقه کړې ده او په دې خبرو کې نور پرمختګ نه دی شوی.
د افغانستان د دولت د پلاوي غړي د سې شنبې په ورځ دوحې ته ورسېدل خو رسمي خبرې لا نه دي پيل شوي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه د مذاکراتو د رسمي پیل وخت نه دی مشخص شوی.