یو بریتانوی کابل کې د شرابو د پلورلو په خاطر مجرم پېژندل شوی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

یو بریتانوی وګړی په کابل کې د شرابو د خرڅلاو په خاطر مجرم پېژندل شوی دی. د سترې محکمې ویاند عبدالفهیم قویم جرمني اژانس ته وویل، په کابل کې محکمې د بریتانیا یو تبعه د شرابو د خرڅېدو په جرم په پنځه کاله او څلور میاشتې بند محکوم کړ.

د دې کس د نیولو د وخت او مشخصاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د سترې محکمې ویاند وویل چې دا کس کولی شي چې استیناف ته مراجعه وکړي.