په کونړ کې چاودنې یو ماشوم وژلی او ۹ تنه یې ټپیان کړي

ارشیف، د کونړ مرکز اسعداباد، عکس تزئیني بڼه لري

د کونړ د مرکز اسعد اباد په چغان سیمه کې تېر ماښام د اوو بجو خوا ته چاودنې یو ماشوم وواژه او نهه تنه یې ټپیان کړل.

په اسعد اباد کې د مرکزي روغتون رییس عطا الله ساپي ازادي راډیوته وویل چې د درې ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی: "د اسعداباد ولایتي روغتون ته نهه تپیان راوړل شوي چې په دوی کې څلور ماشومان دي او نور غټان دي. د درېیو وضعیت ښه نه دی، نو پرېکړه وشوه چې د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال شي."

ځینې سرچینې وایي چې د پوځیانو په یوه موټر پورې نښلول شوی مقناطیسي ماین وچاودېد.

تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.