چارواکي: بلاروس کې نیول شوي ۳ پولنډیان خوشې شول

د بلاروس یوه څنډه

چارواکي په پلازمېنه وارسا کې وایي، هغه درې پولنډیان چې په بلاروس کې د سیاسي فعالیتونو په تورنیول شوي وو، خوشې شوي دي.

دا درې پولنډیان په مارچ میاشت کې د بلاروس چارواکو د هغو پولنډیانو د ځپلو په ترڅ کې نیولي وو چې د الکساندر لوکاشینکا د دیکتاتور رژیم مخالف وو.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د پولنډ دیپلوماتیکو هڅو نتیجه ورکړه او دا کسان د مې په پنځه ویشتمه پولنډ ته راورسېدل.

دا درې پولنډیان هر یو په دولس کاله بند محکوم شوي وو.

د اروپایي ټولنې مشر جوزېپ بورېل هم د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

بلاروس د تېرکال له اګست میاشتې راپه دې خوا چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې الکساندر لوکاشینکا د بري ادعا وکړه او اپوزسیون د درغلیو تور پورې کړ، له کړکېچن وضعیت سره مخامخ دی.