د پاکستان او تاجکستان رهبرانو لیدنه؛ د افغانستان سوله مهمه ده

اسلام‌اباد کې د پاکستان صدراعظم عمران خان او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان لیدنه

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن په اسلام‌اباد کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګريزو اړیکو د پراختیا لپاره د افغانستان سوله مهمه وبلله.

عمران خان وویل، پاکستان او تاجکستان په منځنۍ اسیا کې د سولې د ننګونو په اړه ورته نظرونه لري.

عمران خان زیاته کړه، که د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته په افغانستان کې سیاسي روغه جوړه ونه‌شوه، د افغانستان له جګړې به هم پاکستان او هم تاجکستان اغېزمن شي.