۴،۴ ریښتر درجې زلزلې د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونه ولړزول

ارشیف، د یوې زلزلې ګراف

یوې زلزلې چې شدت‌یې د ریښتر په حساب ۴،۴ و، د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونه ولړزول.

د هند د زلزله پېژندنې ملي مرکز د دې زلزلې چې د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه بجه او ۴۰ دقیقې وشوه، مرکز د بلخ ولایت مزار شریف ښار ته نږدې خُلم بللی دی.

تر دې وړاندې د اکثرو زلزلو مرکز د بدخشان اشکاشم ښودل شوی.

تر اوسه د دغې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه‌دي خپاره شوي.