ننګرهار کې روان کال  ۱۰۲ پروژې پلې کېږي

ارشیف، ننګرهار کې یو کانال

په ننګرهار ولایت کې روان کال د ۳ میلیارده ۳۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰۲ پروژې پلې کېږي.

چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت څخه یې د راتلوونکي مالي کال لپاره د ۱۱ میلیارده ۵۱۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۵۰۴ پروژې وړاندیز کړې، همدا راز روان کال کې د درې میلیارده ۳۷۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۱۰۲ پروژې پلې کېږي چې ۶۵ پروژو عملي چارې جریان لري، ۳ پروژې بشپړي شوي او د پاتې نورو پروژو پروسه په تدارکاتو کې تر کار لاندې ده.

د ننګرهار اقتصاد رئیس غلام الله افغانیار دا څرګندونې د ولایت ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیالې حبیبې کاکړ په مشرۍ د ولایت پرمختیایي غونډه کې وکړې، همدا راز یې مسوولینو څخه وغوښتل چې د خپلو پروژو چارې او بودجه د PMRS سیستم کې داخل کړي، څو چارې او بودجه په خپل وخت مصرف او مسوولین یې وخت په وخت څارنه وکړي.

د ننګرهار ټولنیزو فرهنګي او ټولنیزو چارو مرستیالې حبیبې کاکړ مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې په ټاکلې وخت او شفاف ډول د بودجې مصرف کې له یو بل سره همکار او همغږي وکړي، څو ستونزې حل شي.

همدا راز یې د بودجې کیفیت څخه د څارنې، ولس ته د پروژو او چارو په اړه د معلوماتو ورکولو او یو شمېر نورو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.