ټاکل شوې چې د فوټبال نړیوال جام او د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته د لارموندنې په سیالیو کې سبا شپه افغانستان له بنګله دیش سره مخامخ شي.
دا سیالي د قطر په مرکز دوحه کې کېږي.
که افغانستان سبا بنګله دیش ته ماته ورکړي، نو د دې سیالیو درېیم پړاو ته به لاره ومومي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون سیالۍ لپاره د لوبډلې د پراخه تیارۍ خبر ورکړی دی.
له دې وړاندې افغانستان په یوه دوستانه سیالۍ کې له سینګاپور سره لوبه مساوي خو له اندونیزیا يې د يو ګول په توپير ګټلې وه.
افغانستان د اسيا جام د ملتونو سیالیو کې له قطر، عمان، بنګله دیش او هندوستان سره په یو ګروپ کې دی.
په E ګروپ کې قطر د ۱۶ نومرو په لرلو تر ټولو مخکې دی، عمان بیا د ۱۲ نومرو په لرلو دوهم او افغانستان د څلور نومرو په لرلو سره درېیم ځای لري.
دغه شان هند څلورم او بنګله دیش د جدول په وروستي ځای کې دی.