راپورونه: امریکا۲۰ ورځو کې د بګرام هوايي اډه دفاع وزارت ته سپاري

د بګرام هوايي هډه

راپورونه وايي، د امریکا پوځ به په شلو ورځو کې د بګرام هوايي اډه د افغانستان دفاع وزارت ته وسپاري.

افغان او لوېدیځو چارواکو ویلي، دا اډه چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو تر ټولو ستره اډه او په ټول افغانستان کې د هوايي قوماندې مرکز ګڼل کېږي، په راتلونکو شااوخوا درېيو اوونیو کې افغان لوري ته وسپارل شي.

د امریکا پوځ تېره میاشت د کندهار هوايي ډ‌ګر د افغانستان دفاع وزارت ته وسپاره.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د اعلان پر اساس ټول امریکايي پوځیان د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وځي، خو ځیني امریکايي چارواکي وايي چې ښايي تر ټاکل شوې نېټې څو میاشتې وړاندې د جولای تر نیمايي درست امریکايي ځواکونه ووځي.