د کرنې او مالدارۍ وزارت: کابل، بلخ او هرات مسلخ خونې جوړې شوې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په دې هېواد کې د درېیو عصري مسلخ خونو د جوړولو خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د غبرګولي ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل، دا مسلخ خونې د اسیا د پراختيايي بانک په مالي او د کرنې وزارت په تخنیکي مرسته په درېیو ولایتونو کابل، بلخ او هرات کې جوړ شوي دي.

دی وایي، دا مسلخ خونې د يو میليارد او ٣٨٦ ميليونه افغانیو په لګښت جوړې شوي چې د څارويو د ساتلو، حلالولو او د غوښې د پروسس کولو ځانګړي ځایونه هم لري.

د نوموړي په خبره دا درې مسلخ خونې په يو وخت کې د يو زرو اته سوه غواګانو، پسونو او وزو د حلالولو او د غوښې د ټوټه کولو وړتيا لري.

چارواکي وايي، په مسلخ خونو کې د څارويو حلالول، که له یوې خوا معياري روغتيايي محصولاتو ته د وګړو لاسرسى تضمينوي بل خوا له څارويو څخه انسان ته د ساري ناروغيو د خپرېدو مخه هم نيسي.

په ښارونو کې د هوا د ککړتيا او بې نظمۍ مخه نیول او زیات شمېر بې روزګاره ځوانانو ته د کاري زمینو رامنځته کول یې نورې ګټې په ګوته شوي دي.