ملګري ملتونه: د ایتوپیا د تیګري ۹۰ سلنه وګړي مرستو ته اړتیا لري

د ایتوپیا د تیګري سیمه

ملګري ملتونه وايي، د جګړه ځپلې ایتوپیا په تیګرې سیمه کې څه باندې ۹۰ سلنه وګړي عاجلو غذايي مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه) د دې ستونزې پر وړاندې د اقدام لپاره تر ۲۰۰ میلیونه ډالرو د زیاتې مالي بسپنې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړ چې په تیګرې کې مخکې هم روانو شخړو د لوږې سطحه لوړه کړې وه.

د خوړو نړیوال پروګرام ویاند ټامسن فیري پرون سې شنبه په جنیوا کې خبریالانو ته وویل، په تیګرې کې شااوخوا ۵ میلیونه او دوه لکه انسانان چې د سیمې ۹۱ فیصده وګړي کېږي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.