د چین حکومت اعلان وکړ چې یو تن د «اېچ۱۰، اېن۳» په ناروغۍ چې د مارغانو د انفلونزا د ډلې ناروغي ده، اخته شوی دی.
د چین حکومت وایي چې دا لومړی ځل دی چې یو انسان په دې ناروغۍ اخته کېږي، خو د دې ناروغۍ د ډېرې خپرېدا امکانات لږ دي.
د چین د ملي روغتیا کمېسیون نن په خپله وېبپانه کې لیکلي دي چې دا ناروغ د چین په ختیځ کې د ژنیجاګ دی او ۴۱ کلن دی. دی د اپرېل په ۲۸مه په روغتون کې بستر شو او وضعیتیې ښه دی.
د چین د ملي روغتیا کمېسیون وایي چې تر اوسه په «اېچ۱۰، اېن۳» ناروغۍ په بل ځای کې د کوم انسان د اخته کېدو خبر نهدی ورکړل شوی او د دې ناروغۍ د خپرېدو خطر ډېر لږ دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان په وینا په ۲۰۱۳ کال کې د «اېچ۷، اېن۹» په نوم د مارغانو په والګي ۱،۶۶۸ کسان اخته شول چې ۶۱۶ تنه ترې مړه شول.