افغان ماشوم څوک دی او ایا دوی په خپل ژوند پوهېږي؟

ارشیف، یو شمېر افغان ماشومان

د جون لومړۍ د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د ماشوم ورځ په نوم نمانځل کېږي.

د ماشومانو د حقونو فعالان وايي د افغانستان لسیزو جګړو دا طبقه تر بل هر چا د زیانونو خولې ته اچولې ده.

د رسمي شمېرو له مخې شاوخوا ۴ ملیونه ماشومان اکثر نجونې له تعلیم بې‌برخې دي لکونه نور یې د کډوالیو، بې‌وزلو او دوامداره جنګونو په سبب په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

صفي‌الله ستانکزي د اسرا په نوم د یتیم‌پالنې له بنسټګر او مشر مجیب‌الرحمن لحاظ سره مرکه کړې ده.

لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې افغان ماشوم څوک دی؟ ایا افغان ماشومان په خپل ژوند پوهېږي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د اسرا په نوم د یتیم‌پالنې له بنسټګر او مشر مجیب‌الرحمن لحاظ سره مرکه