چارواکي: د ننګرهار په اچین کې طالبانو یو ښوونځی او بازار سوځولی

ارشیف، د اچین بازار

ځایي چارواکي وایي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو یو ښوونځی او بازار سوځولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، نن سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه) سهار وسله والو طالبانو د دې ولایت د اچین ولسوالۍ کې د پېښې بازار هټۍ لومړۍ لوټ کړی او بیا یې د پېښې ښوونځی او بازار سوځولی دی.

هغه وایي، په یاده پېښه کې د ځایي خلکو دوکاندارانو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

د خوګیاڼي په خبره افغان ځواکونه په وخت سیمې ته رسیدلي او هلته یې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي چې اوس مهال یې یاده سیمه له وسله والو طالبانو تصفیه کړې ده.

خوګیاڼی زیاتوي، په ورته مهال د ملي امینت ځواکونو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۳ وسله وال طالبان چې پاکستانیان دي وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي او همدا راز یې د وسله والو طالبانو درې مرکزونه له منځه وړي دي.

وسله والو طالبانو د دواړو پېښو په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.