غزني کې له ۱۲۵ بې ځایه شوېو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

غزني‌کې بې ځایه شوي کډوال

غزني‌کې بې ځایه شوي کډوال

په غزني ولایت کې له لسګونو بې ځایه شوېو کورنیو سره مرسته وشوه. د 'ډي.ار.سي' په نوم موسسې له دې کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده.

د غزني د والي ویاند واحد الله جمعه زاده نن سې شنبه(د غبرګولي ۱۱مه) رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي، دا هغه کورنۍ دي چې د غزني ښار ته یې له جګړو پناه راوړې: "۱۲۵ کورنیو ته چې د خواجه عمري او قره باغ ولسوالیو اوسېدونکې دي، هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ د 'ډي.ار.سي' موسسې په مرسته د غزني ولایت د کډوالو چارو ریاست په همغږۍ سره ور ويشل شوي."

په غزني ولایت کې د وروستیو جګړو له امله د قره باغ او خواجه عمري ولسوالیو ترڅنګ د یو شمېر نورو سیمو خلک بې ځایه شوي دي چې په سخت ستونزمن حالت کې ژوند کوي.