د چین حکومت اعلان وکړ چې یو تن د 'اېچ.لس.اېن.درې' په ناروغۍ چې د مرغانو د انفلونزا د ډلې ناروغي ده، اخته شوی دی.
د چین حکومت وایي چې دا لومړی ځل دی چې یو انسان په دې ناروغۍ اخته کېږي، خو د دې ناروغۍ د ډېرې خپرېدا امکانات لږ دي.
د چین د ملي روغتیا کمېسیون نن سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه) په خپله وېبپاڼه کې لیکلي دي چې دا ناروغ د چین په ختیځ کې د ژنیجاګ دی او یو څلوېښت کلن دی.
دی د اپریل په اته ایشتمه په روغتون کې بستر شو او وضعیت یې ښه دی.
د چین د ملي روغتیا کمېسیون وایي چې تر اوسه په 'اېچ.لس.اېن.درې" ناروغۍ په بل ځای کې د کوم انسان د اخته کېدو خبر نه دی ورکړل شوی او د دې ناروغۍ د خپرېدو خطر ډېر لږ دی.
د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې د سازمان په وینا په دوه زره دیارلسم کال کې د 'اېچ.اووه.اېن.نهه"'په نوم د مرغانو په والګي ۱۶۶۸ کسان اخته چې شپږ سوه شپاړس تنه ترې مړه شول.
د وروستي ځل لپاره دا ناروغۍ په دوه زره شپاړسم او اوولسم کلونو کې په چین کې لیدل شوې ده.