د پاکستان پوځ وایي چې د دوو پېښو په ترڅ کې لږ تر لږه څلور پوځیان او څلور بریدکوونکي وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ نن په یوه بیان کې څرګنده کړه چې د وسله والو یوې ډلې په کوټه کې پر امنیتي پوستې برید وکړ چې څلور پوځیان یې ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.
په بیان کې راغلي دي چې په ځوابي برید کې څلور برید کوونکي وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
په یوه بله پېښه کې، د بلوچستان په تربت سیمه کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې دوه پوځیان ټپيان شوي دي.
د دې پېښو مسوولیت چا نه دی اخیستی او تر اوسه په دې اړه نور توضحیات هم نه دي ورکړل شوي.
په بلوچستان کې بیلتون غوښتونکي بلوچانو وسله رااخیستې ده چې له دوه زره څلورم کال راهیسې د پاکستان دولت د سختو ځپلو په ترڅ کې په زرګونو کسان تر اوسه وژل شوي دي.
فعالان وایي چې د پاکستان پوځ په بلوچستان کې ډېرې پراخې سرغړونې کړي دي، خلک یې تښتولي، له محاکمې پرته یې سیاستوال او مشکوک بیلتون غوښتونکي وژلي او له زنداني شوېو سره یې تشدد او زور زیاتی کړی دی.