بایډن: امریکایان دې د تولسا ټولنې ډله ییزه وژنه په یاد وساتي

ولسمشر جوبایډن

ولسمشر جوبایډن له امریکایانو غوښتي دي چې په ۱۹۲۱ کال کې په اوکلاهوما کې د تورپوستانو د تولسا ټولنې ډله ییزه وژنه په یاد وساتي.

بایډن دا غوښتنه په هغه اعلامیه کې کړې چې پرون د مې په ۳۱مه د تولسا د ګڼې وژنې د سلم تلین په مناسبت خپره شوه.

ښاغلي بایډن ویلي چې د تولسا پر توکمیزې ډلوژنې د پېړۍ د اوښتو په مناسبت پر امریکایانو غږ کوم چې په امریکا کې د نژادي توپیر د ترور جرړې راوباسي او د هېواد په کچه د سیستماتیک نژادي توپیر د جرړو د ایستلو لپاره کار وکړي.

به ۱۹۲۱ کال کې په اوکلاهوما کې د تورپوستو او د سپین پوستو د ټولنو ترمنځ له یوې نښتې وروسته د افراطي سپین پوستانو ډلو د تولسا تورپوستې ټولنې پر وګړو، کورونو او کاروبارونو برید وکړ چې په نتیجه کې یې د اټکل له مخې درې سوه کسان چې ډېری تورپوستان وو ووژل شول، کورونه یې وسوځېدل او مالونه یې لوټ شول.

دا پېښه تر وروستیو څو کلونو پورې د امریکا د سیمه ایز، دولتي او حتی ملي تاریخ په پاڼو کې نه وه ثبت شوې.