رومانیا او ایټالیا د زلمکیو او پيغلوټو لپاره د کووېډ-نولس ناروغۍ د واکسین ورکړه پیلوي.
دا دوه هېوادونه به د اروپایي ټولنې لومړي هېوادونه وي چې وروسته تردې په دې کار لاس پورې کوي چې اروپایي کمېسیون تر دولس کلونو پورته ماشومانو ته د بایو این تیک او فایز واکسینونو له ورکړې سره پرون موافقه وکړه.
یوه اوونۍ مخکې تر دې د اروپا د درملو موسسې د دې واکسین ورکړه تر دولس کلونو پورته ماشومانو ته تجویز کړه.