کونړ چارواکي: ماین چاودنې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وواژه

د افغانستان په نقشه کې د کونړ ولایت

افغان چارواکي په کونړ کې د ماین د چاودنې پر مهال د طالبانو د سرې قطعې د یوه قوماندان د وژلو خبر ورکوي.

د کونړ امنیه قوماندان فرید الله دهقان ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه دوه نیمې بجې د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل درې په کوټکي سیمه کې د طالبانو د سرې قطعې په قوماندان سلمان او د هغه په ملګري خپل ماین چاودنه کړې چې په کې ډواړه وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.