د نېشن: د افغانستان جګړه په ختمېدو ده، خو لا هم ګوانتانامو کې زندانیان ساتل کېږي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • د نېشن

امریکایۍ د نېشن خپرونه د ګوانتانامو زندان په اړه لیکي، په داسې حال کې چې د افغانستان جګړه په ختمېدو ده، په دغه زندان کې تر اوسه ۲۸ کسان چې د دغې جګړې په جریان کې نیول شوي، ساتل کېږي چې باید خوشې شي.

خپرونه لیکي، ولسمشر بایډن اعلان کړی چې ټول امریکایي او د متحدانو ځواکونه به د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۱مې چې د سپټمبر د ۱۱مې د ترورېستي بریدونو له ۲۰مې کلیزې سره برابره ده، له افغانستانه وځي.

د خپرونې په وینا اوس چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېږي، د دغې جګړې له پای ته رسېدو سره سم د هغو کسانو چې زموږ پر ضد د جګړې په تور نیول شوي، د ساتلو د دوام توجیه هم نوره پای ته رسېږي.

د خپرونې په لیکنه د ګوانتانامو زندان کې ۲۸ بندیان په دغه کته‌ګوري کې راځي. دا هغه بندیان نه‌دي چې د سپټبر د ۱۱مې ترورېستي حملو کې یې برخه اخیستې، یا یې همکاري کړې او یا هم د ترورېزم د نورو فعالیتونو په تور نیول شوي، بلکې دوی د جګړې د قانون پر اساس په دې تور چې د افغانستان په جګړه کې یې برخه اخیستې یا یې د متحده ایالاتو او متحدانو پر ضد د پوځي ځواک ملاتړ کړی، نږدې ۲۰ کال مخکې نیول شوي دي.

د نېشن وړاندې لیکي، اوس چې په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسېږي او د ګوانتانامو زندان دغه ۲۸ بندیان هم د ترورېزم پر جنایت رسماً نه‌دي تورن شوي او یوازې په دې خاطر چې د افغانستان په جګړه کې یې برخه اخیستي، باید پرېښودل شي چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

  • یو اېن اېچ سي ار

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې یو اېن سي اېچ ار (UNHCR) په خپله وېب‌پاڼه کې، د «بې‌ځایه شویو افغانانو او د هغوی له کوربنو سره د ملاتړ لپاره نویو ژمنو ته اړتیا ده»، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، دا اداره له نړیوالې ټولنې غواړي چې له ملیونونو افغانانو سره چې خپلې راتلونکې ته اندېښنه لري او هم له هغو هېوادونو سره چې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو په ترڅ کې بې‌ځایه شویو ملیونونو افغانانو ته خوندي ځای برابر کړی، خپل پیوستون وښیي.

د یو اېن سي اېچ ار د اسیا پاسیفیک د برخې مشر اندریکا راتواتي (Indrika Ratwatte) وویل، موږ باید تر بل هر وخت زیات اوس له بې‌ځایه شویو افغانانو سره چې د جګړې قربانیان دي ودرېږو او هغوی ته ډاډ ورکړو چې نه‌دي هېر شوي.

نوموړی دغه غوښتنه وروسته له هغې کوي چې ایران ته‌یې خپل سفر پای ته رسولی.

راتواتي وایي، دا د ټولو نړیوالو لوبغاړو مسؤلیت دی چې له افغانستان سره یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره کار ته دوام ورکړي او هم د هغو هېوادونو ملاتړ ته ادامه ورکړي چې افغان کډوال‌یې په خپله خاوره کې منلي دي.

ویل کېږي په ایران کې له درې نیم ملیون زیات افغان کډوال اوسي چې یوازې یو ملیون‌یې راجستر شوي کډوال دي. د افغانستان په بل ګاونډ پاکستان کې هم شاوخوا درې ملیون افغان کډوال ژوند کوي.

  • انفومیګرانټس

په عین حال کې انفومیګرانټس انترنټي خپرونه هم د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (UNHCR) د ورته غوښتنې په اړه لیکي، د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې د دې ادارې د عملیاتو د برخې کمېشنر رؤف مازو (Raouf Mazou) له افغانستان څخه څلور ورځنۍ کتنه چې د هغه لومړنۍ وه، تېره اوونۍ پای ته ورسوله.

مازو په هغې خبرپاڼه کې چې د مې په ۲۷مه‌یې خپره کړې ویلي چې افغانستان په یوه حساسه تاریخي مرحله کې دی او زیاتوي، په داسې حال کې چې د سولې لپاره هڅې روانې دي، دې ته هم اړتیا شته چې ورسره په یوه وخت د مرستو او پراختیایي فعالیتونو لړۍ هم پراختیا ومومي.

مازو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د دوام په اړه چې له امله‌یې خلک له خپلو سیمو بې‌ځایه کېږي اندېښنه ښکاره کړې ده. د روان ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې له ۱۰۰ زرو زیات افغانان مجبوره شوي چې خپلې مېنې پرېږدي.

د کډوالو د چارو اداره وایي، په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې په تېرو ۲۰ کلونو کې له افغانستان سره پرېمانه مالي مرستې وکړې اوس د بشري مرستو لپاره بودجه له زښت زیات کمي سره مخامخ ده.

د دې ادارې په وینا د ۲۰۲۱ مالي کال لپاره ۱۲۳ نیم ملیون ډالره په پام کې نیول شوي چې تر اوسه‌یې یوازې ۲۴ فیصده تمویل شوې ده.