بریتانیا له خپلو پوځیانو سره د کارکوونکو افغانانو د انتقال لړۍ چټکوي

ارشیف، بریتانیايي پوځیان

بریتانیا ویلي دغه هېواد ته د هغو افغانانو او کورنیو د انتقال لړۍ چټکوي چې افغانستان کې یې د دوی له پوځیانو سره کار کړی دی.

دوی دا پلانونه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله اعلانوي.

له دې وړاندې څه باندې ۱،۴۰۰ افغانان چې تر ډېره ژباړونکي و له خپلو کورنیو سره بریتانیا ته لېږدول شوي دي.

د بریتانیا حکومت ویلي، د نویو اقداماتو له مخې ټاکل شوې دوی درې زره نور افغانان هم ولېږدوي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریټي پاټل ویلي، د دوی حکومت "اخلاقي مسؤلیت" لري چې له افغانستانه خپل کارکوونکي وباسي.