ټاکل شوې د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي سبا بېرته دوحې ته ستانه شي، چېرته چې تېره سپټمبر میاشت کې بینالافغاني خبرې پيل شوې.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د دوی غړو کابل کې لازمې سلا مشورې کړې دي.
اغلې انوري زیاتوي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت په یوې قوي ارادې او په پوره امادګۍ سره دغې ناسته ته بېرته ورځي څو پورې دا ناسته له هغه ځایه شروع کړي چې درېدلې وه."
د افغانستان د دولت او طالبانو خپلمنځي خبرې وروسته تر دې په دوحه کې ودرېدې چې امریکا د دوحې تړون کې له ذکر شوې نېټې په پنځه میاشتې ځنډ له افغانستانه د ځواکونو د وتلو خبره وکړه.
له دې وروسته یوازې تېر اختر کې د دولت او طالبانو مرکچیانو سره کتلي دي.