د راین ایر هوایي شرکت یوه الوتکه برلین کې ناستې ته مجبوره شوې

ارشیف، بلاروس کې د راین ایر هوايي شرکت ناستې ته اړ کړل شوې الوتکه

د راین ایر هوایي شرکت وایي، د دوی یوه الوتکه د احتمالي امنیتي ګواښ په اړه له خبرداري وروسته برلین کې ناستې ته مجبوره شوې.

راین ایر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دوی دا الوتکه له دبلینه کراکوف ته پر لاره وه چې د جرمني د هوایي کنټرول ادارې د ګواښ خبرداری ورکړ.

د خبرپاڼې له مخې، الوتکه برلین کې تر ټولو نږدې هوایي ډګر کې کېنول شوې او مسافران ترې بهر ایستل شوي دي.

د پولیسو له پلټنو وروسته څرګنده شوې چې کوم خطر موجود نه‌و.

له ۷ ساعته ځنډ وروسته د دغې الوتکې ۱۶۰ سپرلۍ د بلې الوتکې په وسیله کراکوف ته رسول شوې دي.

له دې وړاندې بلاروس د دغه شرکت یوه الوتکه د جټ په وسیله په مېنسک کې ناستې ته اړ کړې وه.

له هغې الوتکې د رژیم یو مخالف فعال ونیول شو، خو د خطر څرک ونه‌لګېد.