د افغانستان '۹ په سلو کې وګړي' تنباکو کاروي

ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د ښځو په ګډون د دې هېواد ۹ په سلو کې وګړي تنباکو کاروي.

دغه وزارت د تنباکو د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د مې په ۳۱مه لمانځل کېږي، له خلکو وغوښتل چې له تنباکو ډډه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د څانګې مشر حبیب اروال وایي، تنباکو د ۲۲ ډوله سرطانونو سبب کېږي.

افغانستان کې له تنباکو نه تر ډېره په سګرټو او نسوارو کې کار اخیستل کېږي.